پکتیکا کې ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۹ - ۱۵:۲۹
پکتیکا کې ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د پکتیکا ولایت مرکز او ولسوالیو د کلیوالي ټولګیو ۱۰۰ تنو ښوونکو ته د مسلکي ښوونې او روزنې تر نامه لاندې د ظرفیت لوړونې ۱۴ ورځنۍ ورکشاپ جوړ شو.
دغه ورکشاپ د یونیسف موسسې له لوري جوړ شوی، چې د محلي زده کړو ښوونکو ته به د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې،د درسي میتودونو د زده کړې او د نویو ښوونیزو مېتودونو په اړه به ګډ‌ونوالو ته لازم مالومات ورکړل شي.
د پکتیکا د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمد نسیم ”واجد“ ګډونوالو ته وویل چې له دې فرصت څخه د سالمې استفادې تر څنګ ددرسي کیفیت ته هم زیاته توجه وشي او هم یې له استادانو غوښتنه وکړه چې په ټاکلي وخت زده کړو ته دوام ورکړي .
نوموړي زیاته کړه، چې د یونیسف او نورو همکارو موسسو په مرسته به د یادو روزنیزو ورکشاپونو لړۍ د پکتیکا ولایت نورو سیمو ته هم وغځوي، چې پرمټ به یې ګڼ شمېر ښوونکي له مسلکي ښوونې او روزنې برخمن شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

مساعدت مواد درسی برای بیش از ۴۰ هزار تن شاگرد در ولایت لوگر

برای حدود ۴۱۸۸۰ تن شاگردان صنوف اول تا پنجم ۲۸۹ مکتب ولایت لوگر، مجموعا ۲۰۹۲ بستهٔ کمک‌ درسی به ارزش حدود ۱۹۳ هزار دالر، از سوی یک نهاد همکار مساعدت شده است.
به گفته مسوولان معارف ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

صنوف درسی جدید برای یک مکتب در ولایت زابل تهدابگذاری شد

سنگ تهداب ۷ باب صنف درسی و یک اتاق اداری برای لیسه مرکزی ولسوالی شملزی ولایت زابل روی قطعه زمین وقف شده به مساحت ۱۰ جریب گذاشته شد.
به گفته مسوولان معارف در آن ولایت، هزینهٔ ساخت این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

نصب سیستم برق خورشیدی برای یک باب مدرسه دینی در ولایت پکتیکا

برای مدرسهٔ دینی امام ابوحنیفه (رحمه الله‌ علیه) در ولسوالی اومنه ولایت پکتیکا، سیستم برق سولری با ظرفیت ۳ کیلووات به هزینه ۴۰ هزار افغانی فعال شد.
محترم مولوی عبدالوکیل خالد، رئیس. . .

بازگشت به اخبار