په کندوز ولایت کې د ازادې سیالۍ له لارې د ښوونکو اړوندو ۴۲ خالي بستونو اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

Amiri-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۵۶

Publish Date

Closing Date

Location

Kabul Afghanistan

په کندوز ولایت کې د ازادې سیالۍ له لارې د ښوونکو اړوندو ۴۲ خالي بستونو اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

پوهنې وزارت، د کندوز ولایت مرکز اړوند په نارینه‌وو او ښځینه‌وو ښوونځیو کې د مسلکي او وړ اشخاصو ګومارنې په موخه، د ښوونکو (۴۲) خالي بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلانوي.

لارښوونه
درنو غوښتونکو ته خبر ورکول کېږي چې د غوښتنلیک فورم ترلاسه کولو لپاره د دوشنبې ورځې له ۱۴۴۷/۱۲/۲۲ هـ.ق څخه تر شنبې ۱۴۴۷/۱۲/۲۷ هـ.ق (د ۱۴۰۵/۳/۱۸ څخه تر ۱۴۰۵/۳/۲۳ ل نېټې) پورې د کندوز ولایت پوهنې ریاست د ښار عمومي  آمریت ته، چې د کابل بندر پر عمومي سړک د سردارانو کوڅې ترڅنګ موقعیت لري، مراجعه وکړي.

د ګومارنې شرایط
۱. د کورنیو یا بهرنیو ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو د فراغت معتبر سند لرل؛
۲. په کوم جرم محکوم شوی نه وي.
۳. په مزمنو ناروغیو اخته نه وي.
۴. د غوښتونکي د سیرت او صورت بڼه د رسول الله ﷺ د سنتو سره سمه او برابره وي.

د اړتیا په صورت کې د کندوز ولایت پوهنې ریاست د نشراتو له مدیر ښاغلي محمد خالد هاشمي سره په لاندې شمېرو اړیکه نیولای شئ:
۰۷۴۸۸۰۸۷۹۹
۰۷۲۸۹۲۹۲۴۳
د پوهنې وزارت

Documents

لینک دانلود فایل

Related VacanciesShow all

Back to vacancies