د مالي او حسابداري ریاست

 د مالي او حسابداري ریاست رییس لنډ ژوند لیک

 د پوهنې وزارت د مالي او حسابداي ریاست رئیس محترم مفتي عزت الله نوري صاحب  د حاجي نصرالله صاحب  زوی،  په  ۱۳۷۳ هـ ش کال د کندهار  ولایت  د  سپین بولدک  ولسوالي  د  عمرانزو په کلي کې زېږیدلی دی. 
لومړنۍ  دیني او عصري زده کړې یې  د دارالهجرت په مختلفو دیني مدارسو او ښوونځیو کې ترسره کړیدې، په ۱۳۹۴هـ ش کال یې په (جامعه دارالعلوم چمن) مدرسه  کې د حدیثو دوره ترسره کړیده  او په ۱۳۹۵هـ ش کال په (جامعه خلفاء الراشدین) مدرسه کې له تخصص في الفقه/افتاء  څخه فارغ شویدی او همدارنګه یې تر لسم ټولګي پورې عصري زده کړې هم کړېدي.
تر فراغت وروسته  یې له تدریس سر ه په څنګ کې د اسلامي امارت په چوکاټ کې لاندې مسئولیتونه او خدمتونه سرته رسولي دي:
۱- په دارالهجرت کې د فقهي مجالسو د غړي  په توګه.
۲-د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالي د مطبوعاتي مسئول په توګه.
۳-د غزني ولایت د کمېسیون د همکار په توګه.
۴-دکندهار ولایت د مرافعه محکمې د محرر په توګه.
۵-د کندهار ولایت  د مرافعه محکمې د مفتي  په توګه.
۶-دښوونې، روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون دمالي مسئول په توګه. 
۸-اوس مهال دپوهنې وزارت د مالي او حسابداري  ریاست  د رئیس په توګه.
محترم مفتي عزت الله نوري صاحب  له تدریس او اداري خدمتونو سره په څنګ کې د مدارسو په ځینو درسي کتابونو لنډې شرحې هم لیکلې دي. الله تعالی دې د نوموړي  ټول ترسره کړي خدمتونه قبول کړي. آمین.

معاشات:

شمیره سرلیک فایل ډانلوډ
۱ د معاشونو، اضافه کارۍ او حق الزحمې د اجرا کیدو لارښود لارښود  ډانلوډ 
۲ د معاشونو د ورکړې او انفرادي کسراتو فورمه (م۴۰) فورمه  ډانلوډ 
۳ د دولتی کارکوونکو د رخصتۍ د خبرتیا فورمه (تر پنځو ورځو پورې) فورمه  ډانلوډ
۴ د دولتي کارکوونکو د رخصت اخیستنې فورمه (له یوې ورخې څخه تر ۲۰ ورځو پورې) فورمه  ډانلوډ
۵ د معاشونو او حاضری فورمه (D۰۰۷ - D۰۰۸) فورمه  ډانلوډ 
۶ د تدریسي حق الزحمې د حاضرۍ میاشتنی راپور فورمه  ډانلوډ 
۷ د مقرری فورمه فورمه  ډانلوډ 
۸ د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د علم او خبر فورمه فورمه  ډانلوډ
۹ د کارکوونکي د معاش د حوالې د اخیستلو فورمه فورمه  ډانلوډ


عادي او پراختیایي بودجه:

شمیره سرلیک فایل ډانلوډ
۱ د ۱۳۹۹ مالي کال د لومړیو ۹ میاشتو دعادي او پراختیایي بودجې راپور راپور  ډانلوډ