له ولایتونو څخه د پوهنې د کړنو په اړه راپورونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۱۱:۱۲
123

بادغیس

د کانکور ملي ادارې د بادغیس ولایت پوهنې ریاست سره په همغږۍ د يادې ادارې د آمرانو او کارکوونکو لپاره یو ورځنی سیمینار جوړ کړ.
په ياد سيمينار کې د کانکور آزموینې د اخیستلو طریقې، له آزموینو سره د چلند او یو شمېر نورو مهمو مسایلو په اړه معلومات ورکړل شول.
ټاکل شوې ده ، چې په ياد ولايت کې کانکور آزموینه، د روان لمريز کال د زمري مياشتې په ١٢ او ١٣ نېټو واخيستل شي.

کابل

د کابل ولایت پوهنې ریاست کې، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معینیت له لوري يو ورځنی سيمينار جوړ شو.
په ياد سيمينار کې، کارپوهانو او آمرينو ته، د اسلامي زده کړو د څانګو لپاره د سل زره نويو بستونو د تطبيق په تړاو  ښوونيزې لارې چارې ور وښودل شوې.

ننګرهار

د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، د يادې ادارې د کارکوونکو له اداري فعاليتونو څخه څارنه وکړه او له يو شمېر مراجعينو سره يې د کتنې په ترڅ کې د مسئولينو د کړنو او چلند په اړه پوښتنې مطرح کړې.
په پايله کې مراجعينو له اړوندو کارکوونکو څخه خپل رضايت څرګند کړ. 

 
د يو خبر له مخې

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست  له لوري، د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو د دولسمو ټولګیو فارغانو څخه د کانکور آزمويشي آزموینه واخیستل شوه.
د يادې آزموينې د اخيستلو موخه، په راتلونکو کې د کانکور له آزموينې سره د زده کوونکو بلدتيا ښودل شوې ده.

پنجشېر

دپنجشېر ولايت دپوهنې رياست اداري غونډه، د ياد ولايت د پوهنې رئيس مولوي غلام ايشان حماس په مشرۍ،  د مرکز او ولسواليو له کارکوونکو سره جوړه شوه.
 د ياد ولايت پوهنې رئیس د یو شمېر اړینو مسایلو په اړه د خبرو تر څنګ، د رسمي چارو د پرمختګ په برخه کې د کارکوونکو پر تفاهم او همغږۍ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون ۹۳ یمه غونډه د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۳یمه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د کمېسیون غړو او د وزارت د ۱۲ مرکزي ریاستونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د پوهنې دوه ولایتي خبرونه

سرپل
د پوهنې وزارت مالي او حسابداري ریاست پلاوي د سرپل ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني سره وکتل او یاد ولایت ته یې د خپل سفر موخه د OFFMIS سیسټم پرانستل او په هغه ریاست کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۷
Background image

د لسمو ټولګو له زده‌کوونکو څخه د ځینو درسي مضمونونو معیاري ازموینه اخیستل کېږي

دا چې د درسي کیفیت لوړول او د ازموینو معیاري کول د پوهنې وزارت د ستراتیژیک پلان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي؛ نو په همدې موخه د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست د خپلې کاري. . .

BACK TO NEWS