جاپان ښونځیو کې د پاکو اوبو د برابرولو له پروژې سره مرسته کوي

media-moe

جاپان د افغانستان په ښونځیو کې د پاکو اوبو د برابرولو له پروژې سره څلور میلیونه ډالره مرسته کوي.

د دغو مرستو تړون نن د پنجشنبې(د لړم ۲۲مه) کابل کې د جاپان سفارت د شارژدافیر او یونېسف د استازي ترمنځ لاسلیک شو.

په ډېرو ښونځیو کې د پاکو اوبو او پاک چاپیریال نشتوالی د افغانستان یوه بنسټیزه ستونزه ده.

د شمېرو له مخې په درېیو کې یو ښونځي پاکې اوبه نه لري او په درېیو کې دوه ښونځي د لاس مینځلو اسانتیاوې نه لري.

ښونځیو کې د پاکو اوبو پروژه د پوهنې او کلیو پراختیا وزارتونو له خوا پلې کېږي.

سرچینه: آزادي راډیو