د کیفیت د تضمین مرستیال ژوندلیک

د  پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت د سرپرست معین او د دفتر د لوی ریاست د رئیس  الحاج مولوي عبدالخالق «صادق» صاحب  لنډ ژوند لیک

 د هیواد ستر علمي او جهادي شخصیت  الحاج مولوي عبدالخالق«صادق»  صاحب  د  مرحوم الحاج لعل محمد صاحب زوی،  په ۱۳۵۱ هـ ش کال د غزني ولایت د واغظ ولسوالي  د لاغرو  په کلي کې زېږیدلی دی . 
لومړنۍ  او منځنۍ زده کړې  یې د خپلې سیمې په مسجدونو او درسونو کې او منځنۍ زده کړې یې د هیواد په ستر علمي مرکز(نورالمدارس فاروقي) کې له جیدو علماوو او استادانو حاصلې کړیدې  او په ۱۳۸۳هـ ش کال د کراچۍ له نړیوالې اسلامي جامعې( جامعه علامه بنوري) څخه فارغ شویدی .
تر فراغت وروسته یې  د دارالهجرت کراچۍ په مهمه مدرسه (محمودیه فاروقیه) کې شپاړس کاله مسلسل د وړې او لویې دورې مبارک کتابونه تدریس کړیدي.
محترم مولوي صاحب له درسونو څخه تر فراغت مخکې او وروسته له تعلیم،تعلم او تدریس سره په څنګ کې  د اسلامي امارت په چوکاټ کې مهم خدمات سرته رسولي دي، چې په ترتیب سره په لاندې ډول یې یادونه کېږي: 
۱- د څوارلسمې فرقې د کنډک ټانګ دمسئول په توګه .
۲- د کندهار ولایت د ګمرک د مسئول  په توګه .
۳- په کویټه کې د اسلامي امارت د خاص استازي په توګه .
۵- د اسلامي امارت د ښوونې،روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون د غړي په توګه.
۶- د ښوونې،روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون د بهرنیو اړیکو د مسئول په توګه.
۷- د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون د کراچۍ حوزې د مسئول په توګه.
۸- د کابل تر فتحې وروسته د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت د سرپرست  په توګه .
۹- او اوس مهال د معینیت په سرپرستي برسیره د پوهنې وزارت د دفتر لوی ریاست د رئیس په توګه .
الحاج مولوي عبدالخالق«سعید» صاحب  ستر دیني عالم،  مجاهد او خادم شخصیت دی .  الله تعالی دې د نوموړي ټول خدمتونه په خپل دربار کې قبول او مقبول وګرځوي .آمین .