د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معين، د کابل ښار له پوهنې رياست څخه ليدنه وکړه.
د ښوونیزو چارو د څارنې په دوام، دا ځل د پوهنې وزارت د کیفیت تضمين معين الحاج مولوي عبدالخالق صادق او ورسره مل پلاوي، چې د اړوندو رياستونو کارپوهان هم پکې شامل وو، د کابل ښار پوهنې له ریاست څخه دليدنې په ترڅ کې د پوهنې، اداري، تدریسي، مالي اسنادو او نورو اړوندو موضوعاتو څخه څارنه او ارزونه وکړه او د کابل ښار د ښوونځیو لپاره يې دودانيو کموالی، ښوونځیو ته د درسي کتابونو د انتقال او د یو لړ ستونزو په اړه يې د ياد رياست له سرپرست سره تفصيلي خبرې وکړې.
د پوهنې ریاست سرپرست د پوهنې په وړاندې له شته ننګونو څخه د وتلو په موخه، یو شمېر رغنده وړاندیزونه د وزارت رهبرۍ ته وړاندې کړل، چې د حل په موخه یې د همکارۍ ژمنه وشوه.
