د ولایتونو له پوهنې رياستونو د څو خبرونو لنډیز

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۳:۵۵
123

 سرپل

 د سرپل ولایت سنچارک ولسوالۍ کې د نسوان ګذر عالي لېسې د بنسټ ډبره د پوهنې آمريت د مشرتابه، دیني عالمانو، قومي مشرانو، د ولسوالۍ استازو او د خلکو شورا غړو په حضور کې کېښودل شوه.
  د يادې ولسوالۍ د پوهنې آمر د پوهنې له دوستو خلکو څخه چې یادې لېسې ته یې  ځمکه  ورکړې وه  مننه وکړه، او له هغوی یې وغوښتل چې خپل اولادونه زده کړو ته د هڅولو ترڅنګ د پوهنې وزارت له پروګرامونو ملاتړ  او د ښوونیزو بنسټونو ساتنه وکړي.

ارزګان

د ارزګان والي الحاج مولوي محمد علي جان احمد د دغه ولایت د پوهنې، اقتصاد  او  سیمه ییزو ادارو له یو شمېر مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال د دغه ولایت د پوهنې د وضعیت د ښه والي په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي شمس الله کامران اخندزاده د دغه ولايت د دولتي ادارو د ټولو رسمي او خدمتي کارکوونکو لپاره د سواد زده کړې د کورسونو د جوړولو وړانديز وکړ چې د دغه ولايت د مشرتابه له لوري يې هرکلى وشو.

لغمان

د لغمان ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د دغه ولايت په علينګار ولسوالۍ کې د سنګر دوه نمبر نجونو ښوونځي د جوړېدو چارې وڅارلې.
ده څرګنده کړه: دغه ښوونځى په پام کې ده چې په دوه پوړونوکې د عاطف سکيټ ساختماني شرکت له خوا د ٤٠٠ متر مربع ځمکې په ساحه کې د ٢٩٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شي چې لګښت يې د يوې همکارې موسسې له خوا ورکول کيږي.
ياد ښوونځی ۱۲ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې او نور ضروري ملحقات لري.

دایکنډي

د دايکنډي ولايت د پوهنې رياست د دغه رياست د نوي تشکيل له تصويبولو وروسته د دې رياست له مسؤلینو او کارکوونکو سره د هغې د ګټو په باب خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې د دې پلان په تطبيق سره به هيڅوک بې برخليکه نه شي او ټول اضافه بست کارکوونکي به په ورته بستونو کې وګمارل شي.

 غزني

د غزني ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي ميرنصير احمد حسيني د يادې ادارې له کاري څانګو څخه څارنه وکړه او د بېلابېلو څانګو له کارکوونکو سره يې وکتل.
نوموړي د يادو څانګو د ستونزو د اورېدو پر مهال له کارکوونکو وغوښتل، چې خپلې ورځنۍ چارې د رياست له ټولو اصولو او مقرراتو سره سمې کړي او کاري ډسپلين دې په پام کې ونيسي.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون ۹۳ یمه غونډه د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۳یمه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د کمېسیون غړو او د وزارت د ۱۲ مرکزي ریاستونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د پوهنې دوه ولایتي خبرونه

سرپل
د پوهنې وزارت مالي او حسابداري ریاست پلاوي د سرپل ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني سره وکتل او یاد ولایت ته یې د خپل سفر موخه د OFFMIS سیسټم پرانستل او په هغه ریاست کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۷
Background image

د لسمو ټولګو له زده‌کوونکو څخه د ځینو درسي مضمونونو معیاري ازموینه اخیستل کېږي

دا چې د درسي کیفیت لوړول او د ازموینو معیاري کول د پوهنې وزارت د ستراتیژیک پلان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي؛ نو په همدې موخه د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست د خپلې کاري. . .

BACK TO NEWS