د شکایاتو ثبتول

د پوهنې وزارت د مشرتابه له لوري د هیوادوالو شکایتونو ته د رسیدو لارې چارې:


الف :د پوهنې وزارت د رسمي ویب پاڼې له لارې د شکایتونو ثبتول:
ب :د پوهنې وزارت د فیسبوک پاڼې له لارې د شکایتونو ثبتول:
ج : د شکایتونو بکسونو له لارې په کتبي او لیکلي بڼه د شکایتونو ثبتول (د پوهنې وزارت د مرکزي ودانۍ په انګړ او په اداري واحدونو کې : د بشري سرچینو عمومي ریاست، د شهادتنامو ریاست، د کابل ولایت او دکابل ښار د پوهنې په ریاستونو کې د شکایتونو بکسونه شتون لري.)
د : قدرمن هیوادوال کولای شي خپلې ستونزې او شکایتونه په خپل شتون کې د شکایتونو عمومې مدیریت چې دفتر یې په ده افغانانو کې د پوهنې وزارت مرکزي ودانۍ کې شتون لري ثبت کړي. یادونه : هیله من یو چې ښاغلي ښاریان خپلې ټولې ستونزې او شکایتونه دقیق، مستند او د حقیقتونو پر بنسټ د پورته یاد شویو لارو له لارې مونږ ته راولیږي. د دوی هویت له ادارې سره خوندي دۍ.


د اړیکو لپاره معلومات:

سرلېک معلومات
د اړیکو شمیرې ۰۷۲۹۸۱۹۰۶۱//۰۲۰۲۱۰۷۷۲۰
د ایمیل پته  complaints@moe.gov.af
د شکایت فورمه   دانلود  


 

د ۱۳۹۸ کال ټولټال شکایتونه:

شمیره د ۱۳۹۸ کال ټول شکایتونه هغو شکایتونو ته چې رسیدنه شوې ده هغه شکایتونه چې اړوندو ادارو ته استول شوي
۱ ۲۳۱ شکایتونه ۱۵۳ شکایتونه ۷۸ شکایتونه