د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه
لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمالخېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.
لغمان
د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ «تريکلا» لومړنی ښوونځی د پوهنې وزارت له لوري منځني ښوونځي ته لوړ شو.
د پوهنې ریاست مسوولین وایي: دغه ښوونځی د زدهکوونکو د شمېر د زیاتوالي او په نږدې سیمو کې د ښوونځیو نشتوالي له امله منځني ښوونځي ته ارتقا ورکړل شوه.
بدخشان
د بدخشان ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز چاپېریال ښه والي او زدهکوونکو ته د اړینو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د یاد ولایت د څلورو ولسوالیو ښوونځیو ته ۳۰۰ پایې مېزونه او څوکۍ وېشلې دي.
د یاد پروګرام له مخې، د یاوان ولسوالۍ پوهنې آمریت ته ۷۰ پایې، جرم ولسوالۍ ته ۵۰ پایې، د شهربزرګ ولسوالۍ ته ۱۵۰ پایې او د فیضآباد ښار قچي لېسې ته ۳۰ نورې پایې مېزونه او څوکۍ ورکړل شوې دي.
