د پنجشېر ولایت له ښوونځیو سره د درسي موادو مرسته وشوه
د یوه همکار بنسټ له لوري د پنجشېر ولایت د ښوونځیو زدهکوونکو ته ۵۱۸ کڅوړې قرطاسیه او د درسي مرستو توکي ووېشل شول، چې ټولیز مالي ارزښت یې شاوخوا ۴۸ زره او ۲۳۹ امریکایي ډالرو ته رسېږي.
د یاد ولایت پوهنې ریاست د ذکر شویو مرستو له امله له همکارو بنسټونو څخه مننه او قدرداني وکړه او د ښوونې او روزنې د بهیر لا پیاوړتیا په موخه یې د ورته همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
د پوهنې مسوولینو دغه مرسته د ښوونې او روزنې لاښه والي لپاره یو مثبت او اغېزناک ګام وباله.
