د ننګرهار ولایت له یو شمېر ښوونځیو سره د خلکو له لوري تر ۱۳۰ زره افغانیو زیاتې مرستې شوې دي
د ننګرهار ولایت معارفپالو خلکو له لوري، د یاد ولایت د کامې، کوزکونړ او روداتو ولسوالیو له څلور بابه ښوونځیو سره د ۱۳۳ زره افغانیو په اندازه نغدي مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې مسئولین د دغه ولایت د معارفدوستو خلکو له مرستو څخه د مننې ترڅنګ وایي، چې یادې پیسې د ښوونځیو د اړینو تعلیمي توکو پېرلو، لمریزې برېښنا سیسټمونو فعالولو او تجهیز په موخه په مصرف رسېدلې دي.
