د فاریاب ولایت تقویتي ټولګیو زدهکوونکو ته تدریسي مواد ووېشل شول
د اړینو ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو او د تقویتي ټولګیو د زدهکوونکو ستونزو حل لپاره، د فاریاب ولایت پوهنې ریاست د مرکز او پشتونکوټ، خواجه موسی، خواجه سبزپوش، شیرین تګاب، المار او قیصار ولسوالیو کې په ۲۰ بابه تقویتي ټولګیو ۶۲۰ تنو زدهکوونکو ته تدریسي مواد وېشلي دي.
پورته ذکر شوي مواد، چې د پوهنې سره د یوې همکارې ادارې لخوا چمتو شوي، عبارت دي له: بخارۍ، د ژمي سون توکي، قرطاسیه او تعلیمي کڅوړې.
