د کابل ولایت ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار جوړ شو
د کابل ولایت په ښوونیزو ادارو کې د عصري تعلیمي مېتودونو او علمي تدریسي سرچینو کارولو لپاره، د سروبي، شکردره، فرزه او ګلدره ولسوالیو په ښوونځیو کې د صنفي اصولو ښوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په اړه یو روزنیز سیمینار ترسره شو.
د دې پروګرام په پیل کې، د پوهنې چارواکو په دې پروګرامونو کې د ښوونکو لپاره د مسلکي روزنې پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دغه روزنیزه دوره به د زدهکړې کیفیت ښه کولو او په ښوونځیو کې د نويو شامل شویو ماشومانو په روزنه کې لوی رول ولوبوي.
