په بامیان ولایت کې د ساینسي علومو او ریاضياتو ۱۶۰ تنو ښوونکو لپاره ورکشاپ جوړ شو
د بامیان ولایت پوهنې ریاست لخوا د ساینسي علومو او ریاضياتو ۱۶۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ به د هغو ښوونکو لپاره چې د خپل مسلک څخه بهر تدریس کوي، ۸ ورځې او د هغو ښوونکو لپاره شپږ ورځې دوام وکړي، کوم چې د خپل مسلک په څانګه کې تدریس کوي.
د پورته ذکر شوي پروګرام اساسي موخه د ښوونکو پیاوړتیا او د هغوی د تدریسي کیفیت ښه کول دي.
