په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو
د "ښوونې پرمختګ او مؤثرې زدهکړې پیاوړتیا" تر سرلیک لاندې د هېواد د ختیځ زون د ښوونکو علمي او مسلکي غړو لپاره ۹ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کنړ، لغمان، نورستان او ننګرهار ولایتونو د ښوونکو د ۸۰ تنو علمي او مسلکي غړو لپاره پرانیستل شو.
د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اولگل ایوبي د یاد ورکشاپ د پرانېستې په مراسمو کې د موضوع په اړه مفصلې خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د دغه ورکشاپ له زدهکړو څخه ښه ګټه واخلي او خپلې دندې په اخلاص او بشپړ مسئولیت ترسره کړي.
همدارنګه، د ننګرهار پوهنې رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي ګډونوالو ته وویل: "په تېرو څلورو لسیزو کې زموږ ډېری علمي کادرونه شهیدان شوي؛ نو دا تشه باید ستاسو په څېر علمي کادرونو لهخوا ډکه شي."
