په پنجشېر ولایت کې له تعلیمي ادارو سره نږدې ۴ مېلیونه افغانۍ مرسته شوې
د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې، د پنجشیر ولایت علمپروره اوسېدونکو لخوا په ټولیزه توګه ۳ مېلیونه۹۶۴ زره ۳۴۶ افغانۍ دیني مدارسو او ښوونځيو ته ورکړل شوې دي.
د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمود طالب ثاقب په وینا، دغه مرسته د خیرخواه خلکو، مشرانو، پوهنې چارواکو او د زدهکوونکو والدینو لخوا چمتو شوې، چې د ښوونیزو ادارو لپاره د تعلیمي او اداري اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره لګول شوې ده.
