د ډاډګیرنې پیغام

media-moe
Tue, Jun 08 2021 1:03 PM
د ډاډګیرنې پیغام

د افغانستان د معارف يو بل ستورى هم پريوت

په ډيرې خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د ساينسي علومو تکړه ښوونکي نظر زلمى د ورپيښې ناروغۍ له امله په حق رسيدلى.

(انا لله و انا الیه راجعون)

استاد نظر زلمي يوه تکړه، مجرب او په ريښتينې مانا استاد وه، نوموړي د خپل عمر ډير کلونه د هيواد د بچيو په روزنه تير کړ او په دې توګه يې د هيواد معارف او راتلونکي نسل ته نه هيريدونکي خدمات وکړل.

پوهنې وزارت د استاد نظر زلمي مرګ، د هيواد د معارف کورنۍ ته يوه ستره ضايعه ګڼي او کورنۍ ته يې د زړه له کومي تسليت وړاندې کوي او په دې ستر غم کې له دوى سره ځان شريک ګڼي، مرحوم ته د خداى پاک له درباره فردوس جنت او کورنۍ ته يې د زړه صبر غواړي.

Latest news

Fri, Jul 31 2020 6:00 AM
Background image

Eid Greetings

On behalf of the Ministry of Education of the Islamic Republic of Afghanistan, I would like to extend my heartfelt greetings on the special occasion of Eid-Ul-adha.

May we celebrate. . .

BACK TO NEWS