لوګر کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

media-moe
Tue, Apr 20 2021 1:22 PM
افتتاح تعمیر یک باب مکتب در ولایت لوگر

پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ کې د آبتک لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.

د دغه ښوونځي ودانۍ د اقراء پروګرام په مالي مرسته په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې چې شپږ ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څاه، د لمریزې برېښنا واټرپمپ، د اوبو کانکریټي ذخیره او درې غرفې تشنابونه لري.

یاد ښوونځی اته کاله مخکې پرانیستل شو، اوس مهال ۱۵۲ زده کوونکي لري،چې ۴۰ یې نجونې او ۱۱۲ یې هلکان دي.

Latest news

Fri, Jul 31 2020 6:00 AM
Background image

Eid Greetings

On behalf of the Ministry of Education of the Islamic Republic of Afghanistan, I would like to extend my heartfelt greetings on the special occasion of Eid-Ul-adha.

May we celebrate. . .

BACK TO NEWS