کندز ولایت کې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د کرونا وایروس واکسین لګولو لړۍ پیل شوه.
د پوهنې وزارت، کندز: د کندز ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د کرونا وایروس د واکسین لګولو لړۍ د یاد ولایت د مرستیالې آغلې نصیبې هولکر، د عامې روغتیا رئیس احسان الله فضلي، د پوهنې ریاست رئیس نجیب الله ثاقب په شتون کې پیل شوه.
د والي مرستيالې د یاد ولایت په ټولو تعلیمي حوزو کې د پيل شوې لړۍ له پلي کیدو پوره ډاډ ورکړ.
همدارنګه د پوهنې رئیس ښاغلي نجیب ثاقب د عامې روغتیا ریاست څخه د مننه وکړه، د یاد ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو ته یې د واکسین له لګولو خوښي څرګنده کړه او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل څو واکسین ولګوي او د عامې روغتیا ریاست لارښوونې په پام کې ونیسي.
