میدان وردګو ولایت کې د څارنې آمرینو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د پوهنې وزارت، میدان وردګ: د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اړوند د مرکز او ولسوالیو شل تنو د څارنې آمرینو او غړو ته د وړتیا لوړونې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو. یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست د نظارت آمریت له خوا جوړ شوی، چې د مرکز او اړونده ولسوالیو د نظارت ۲۰ تنه غړي پکې برخه لري.
د پوهنې ریاست سرپرست محمد آقا رحمتی د یاد ورکشاپ د پرانیستنې په مراسمو کې د نظارت غړو ته د ښوونځیو د ښه نظارت سپارښتنه وکړه او هم یې هغوی خپلو دندو او مسوولیتونو ته ځیر کړل
د یاد ولو وړ ده چې د میدان وردګ د پوهنې ریاست د روان کال له پیله د خپلوکارکونکو د وړتیا لوړولو لپاره ځانګړي روزنیز ورکشاپونه په لاره اچولي، چې تر اوسه زیات شمیر ښوونکي او د نظارت غړي د وړتیا لوړونې په برخه کې روزل شوي دي.
