هلمند کې د ۱۱ پروژو کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د پوهنې وزارت، هلمند: د هلمند ولایت د ګرشګ، مارجې، ناوه، نادعلي او ګرمسیرو ولسوالیو کې د ۱۱ پروژ کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یادې پروژې د ولسي تړون اقرأ برنامې له لوري جوړي او بیا رغول شوي دي.
له یادو یو لسو پروژو څخه ۵ په ګرشګ ولسوالۍ کې د ده آدم خان او ناحیه ۲ ښوونځیو کې ۸ ټولګیږه ودانۍ، ۵ بابه تشنابونه، او یو حلقه د اوبو څاه، د نو اباد او حضرت حمزه ښوونځیو لپاره ۴۰۵ متره د احاطې دیوال اود بي بي فاطمه زهرا ښوونځي په ګډون ۱۹ بابه عصري تشنابونه جوړشویدي.
همدارنګه مارجې ولسوالۍ کې په دریو ښوونځیو کې یو حلقه برمه او ۱۸ بابه عصري تشنابونه او د ناوي، نادعلي او ګرمسیرو ولسوالیو په ښوونځیو کې ۹ بابه تشنابونه او یوه حلقه د اوبو برمه رغول شوي ده.
د هلمند د پوهنې رییس داود شاه صفاري هیله وښوده چې ډیر ژر به یو شمیر نورو سیمو ته د ښوونځیو لپاره د ودانیو په ګډون ورته ډول پروژي پلې کړي تر څو زده کوونکي د منظم چاپیریال څخه برخمن شي.
