د شاوخوا ۲۶ میلیون افغانیو په لګښت د پکتیا په ولایت کی د یو منځني ښوونځی ودانی ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ اړوند خواجر خېلو سیمې ښوونځی چې (۱۰) درسي، اوه اداري خونې، د اوبو سیستم، تشنابونه، اساسي پیاده روونه او د احاطې دیوال لري؛ په دوه جرېبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول سره جوړ او رسماً د پکتیا والي شمیم خان کټوازي له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پکتیا د پوهنې رئیس کوچي ځاځي په خبره چې د دې ښوونځي ودانۍ په جوړېدو سره به له شپږ سوو څخه تر اتو سو پورې زده کوونکو ته د یو مجهز او معیاري تعمیر د ننه د زده کړو زمینه برابره شي.
د دې تر څنګ د پکتیا د ښار جوړولو رئیس انجینر محمد رحیم افغان وویل چې په دې ښوونځي څه د پاسه ۲۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د مالیې وزارت له لوري یې مصارف ورکول شوي او پر وینا یې چې د یو کال په موده کې یې چارې بشپړې شوې.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې به د سیمې زده کوونکو تر شنه اسمان لاندې زده کړې ترسره کولې چې؛ د باد او باران پر مهال به له ګڼو ستونزو سره مخ ول.
