د پوهنې وزارت او خصوصي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ او دوه‌اړخیزه همکاریو غونډه جوړه شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۵۷
5151

د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست او اړوندو ادارو له لوري له خصوصي شرکتونو سره د همغږۍ د پیاوړتیا او دوه‌اړخیزه همکاریو پراختیا په موخه غونډه جوړه شوه، چې د وزارت یو شمېر مسوولینو او د خصوصي شرکتونو استازو پکې ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمدطاووس طارق ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د موضوع په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د خصوصي شرکتونو پر مسوولینو یې ټینګار وکړ، چې خپلې دندې په پوره ژمنتیا، مسوولیت‌پذیرۍ او اخلاص ترسره کړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د تدارکاتو رئیس محترم مولوي محمدعثمان حریت، د ام/ارتي ادارو او خصوصي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ او ګډو همکاریو پیاوړتیا مهمه وبلله او د شرکتونو له استازو یې وغوښتل، چې د دوه‌اړخیزو همکاریو په رامنځته کولو کې خپل مسوولانه رول ادا کړي.
په ورته مهال، د خصوصي شرکتونو استازو خپلې یو شمېر غوښتنې او ستونزې له مسوولینو سره شریکې کړې، چې د وزارت چارواکو یې د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت مالي او اداري رئیس محترم مولوي صدرالدین سعد، د خصوصي شرکتونو له استازو وغوښتل، چې په خپلو ورځنیو چارو کې رښتینولۍ، صداقت او اداري اصولو مراعاتولو ته جدي پام وکړي، ترڅو اړوندې چارې په شفاف، منظم او اغېزمن ډول پر مخ لاړې شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

روند ارزیابی امکانات آموزش‌های عملی در ۱۰۰ باب مکتب خصوصی شهر کابل آغاز گردید

به‌منظور انجام مسئولیت‌های کاری و تطبیق معیارهای آموزشی، روند نظارت حمایوی و ارزیابی ۱۰۰ باب مکتب خصوصی در شهر کابل از سوی ریاست مرکز ساینس و تکنالوژی تعلیمی وزارت معارف آغاز گردید.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۲۰
Background image

آغاز توزیع مواد ممد درسی برای نزدیک به ۲۸ هزار تن معلم و شاگرد در ولایت بغلان

روند توزیع بسته‌های آموزشی معلمان و شاگردان برای ۱۵۴ باب مکتب در ولسوالی‌های برکه، نهرین، بغلان جدید، دهنه غوری، دوشی، دندغوری و شهر پلخمری، مرکز ولایت بغلاناز سوی وزارت معارف آغاز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت او خصوصي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ او دوه‌اړخیزه همکاریو غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست او اړوندو ادارو له لوري له خصوصي شرکتونو سره د همغږۍ د پیاوړتیا او دوه‌اړخیزه همکاریو پراختیا په موخه غونډه جوړه شوه، چې د وزارت یو شمېر مسوولینو او د. . .

بازگشت به اخبار