په هلمند ولایت کې له ۲ بابه ښوونځیو سره څه د پاسه ۱۸۰ قلمه لابراتواري توکو مرسته وشوه
د هلمند ولایت له ۲ بابه ښوونځیو سره د سیمهییزعلمپرور شخصیت وکیل محمد خان له لوري ټولټال د ۱۸۱ قلمه لابراتواري توکو مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د نوموړي شخص له مرستې څخه د مننې ترڅنګ وویل:« د دغو لابراتواري توکو ټولیز ارزښت له ۱۸۱ زره افغانیو څخه زیات اټکل شوی دی، چې په مرسته به یې زدهکوونکو ته د درسي مضمونونو د عملي تجربو ترسره کولو زمینه برابره شي».
