د سرپل ولایت په اړوندو سیمو کې یوه دیني مدرسه جوړېږي
د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ په اړوندو کې د «حقانیه مدرسې» جوړولو چارې، د یادې ولسوالۍ د علمدوسته خلکو په مالي همکارۍ او هڅو، د ۵۵۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت په رسمي ډول پیل شوې.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا؛ ټاکل شوې ده چې د دغې پروژې په چوکاټ کې ۸ درسي خونې، ۸ تشنابونه او نور اړین ملحقات هم جوړ شي.
