د زابل ولایت له ښوونځيو سره د څه کم۴۰۰ کڅوړو درسي توکو مرسته وشوه
د یوه همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره ۳۹۴کڅوړو مرستندویه درسي موادو مرسته شوې ده، چې ټولیز ارزښت یې ۲ میلیون ۳۶۲ زره او ۲۹۵ افغانۍ ښودل شوی دی.
د یاد ولایت پوهنې مسوولین د همکارو بنسټونو له مرستو مننه کوي او وایي چې دغه درسي مواد به د ټاکل شوې سهمیې له مخې د ښوونځیو پر زدهکوونکو ووېشل شي.
