پکتیا ولایت کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو باب دارالحدیث بنسټ ډبره کېښودل شوه
د پکتیا ولایت څمکنۍ ولسوالۍ اړوند د حقانیه مجیدیه دیني مدرسې لپاره د یو باب دارالحدیث بنسټ ډبره، د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لومړني لګښت، د یوه متدین او علمي شخصیت په مالي مرسته او د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو له پوهنیز بهیر سره د خلکو د مالي همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې، یاد دارالحدیث به د ۳ میاشتو په موده کې په اساسي ډول جوړ او د سیمې لسګونو ماشومانو ته به د لوړو دیني زدهکړو زمینه برابره کړي.
