په ننګرهار ولایت کې د ۱.۸ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ ورغول شوه
د یوې همکارې ادارې له لوري د ۱ مېلیون ۸۴۸ زره ۵۶۰ افغانیو په لګښت، د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د پاس صبري لېسې نوې ودانۍ، په ۵ جرېبه ځمکه کې جوړه او د پوهنې مسئولینو له لوري د زدهکوونکو پر مخ پرانیستل شوه.
دغه ودانۍ په دوه پوړیزه او پخه بڼه جوړه شوې او په کې ۱۲ ټولګي، ۴ اداري خونې، تشنابونه، د اوبو او لمریزې برېښنا سیسټمونه، احاطوي دېوال، مجهز لابراتوار، د کمپیوټر خونه له ۲۱ پایې کمپیوټرونو سره، دوه د نمایش پردې، ۲۲۰ څوکۍ، د زدهکوونکو لپاره مېزونه، لوبغالی او نور اړین تجهیزات شامل دي.
د ننګرهار پوهنې مسئولینو د پورته ذکر شوې لېسې له چارواکو او زدهکوونکو څخه وغوښتل چې د ودانۍ په ساتنه او پالنه کې جدي هڅې وکړي.
