په زابل کې د یوه ښوونځي لپاره د ۵ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې
د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ نسوزو لومړني ښوونځي لپاره د ۵ درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو چارې پیل شوې.
د یادې پروژې ټولیز لګښت، چې د ۶ خونو او وقف شوې ځمکې ارزښت هم پکې شامل دی، شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
