په پکتیا کې د کوتيخېلو لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اړوند د کوتيخېلو لېسې لپاره د ۱۱.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د نوې دوهپوړیزې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په یاده ودانۍ کې د ۱۰ درسي ټولګیو ترڅنګ د ښوونیز بهیر لپاره نور اړین ملحقات هم په پام کې نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۵ لمریز کال پرمهال په ياد ولایت کې د پوهنې وزارت له بوديجې څخه د شاوخوا ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ودانیزو او ترمیماتي پروژو چارې پلي کېږي.
