د پوهنې وزارت ساینس مرکز رياست څارنيز پلاوي د پغمان ولسوالۍ له درې بابه ښوونځیو څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د ساینس مرکز د رئیس ښاغلي عبدالوکیل الهام په مشرۍ څارنيز پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ پوهنې آمریت اړوند له کشکک او خواجه مسافر اما/رتي ښوونځیو او مکارم خصوصي ښوونځي څخه لیدنه وکړه او د ساینس او ریاضیاتو د عملي تدریس، لابراتوارونو، کمپیوټر خونو او کتابتونونو وضعیت یې له نږدې وارزاوه٠
همدارنګه ياد پلاوي د چارو لا ښه والي په موخه د ښوونځیو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
