د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

media-moe
Sat, Aug 29 2026 10:14 AM
سیزظسزطز

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په مشرۍ، د کابل ښار د پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب الله صاحبزاده او د ۱۶ ښوونیزو حوزو له آمرینو سره ګډه غونډه ترسره شوه، چې پکې د ښوونیز نصاب د تطبیق، اداري او ښوونیز نظم، د تدریسي بهیر کیفیت، د ښوونکو او زده‌کوونکو اخلاقو او د ښوونیز چاپېریال د وضعیت ارزونه وشوه او د اصلاح لپاره لازمې لارښوونې وړاندې شوې.
همدارنګه د کابل، کاپیسا، هرات، لوګر، میدان وردګ، نورستان، زابل، فراه، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو په کچه له اما/رتي او خصوصي ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو څخه څارنې ترسره شوې.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت د مرکزي هستې کارکوونکو ته د دیني، اخلاقي او اصلاحي درسونو لړۍ هم دوام وموند او د امانتدارۍ، اخلاص، صداقت، مسوولیت‌پالنې او اسلامي ارزښتونو پر مراعاتولو ټینګار وشو. سربېره پر دې، د کارکوونکو د سیرت او صورت ارزونه هم ترسره شوه.
په ټوله کې، د یادو فعالیتونو بنسټیزه موخه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو پیاوړتیا، د ښوونیز او اداري نظم ټینګښت، د تدریسي کیفیت لوړول او د سالم، مسوول او متعهد نسل روزنې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول دي.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

Sun, Apr 26 2026 3:52 PM
Background image

Inauguration of an Education Support Project by the Minister of Education in Bamyan Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, who has traveled to Bamyan Province on an official visit, inaugurated an education support project funded by a partner. . .

BACK TO NEWS