په هلمند ولایت کې د پوهنې آمریتونو اړوندو معتمدینو لپاره لارښوود غونډه جوړه شوه
د هلمند ولایت د ۱۸ ګونو ولسوالیو پوهنې آمریتونو اړوندو معتمدینو لپاره یوه ورځنۍ لارښوود غونډه ترسره شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا، په یاده غونډه کې ګډونوالو ته د توکو منظم ثبت، د شته توکو د کره ساتنې، د اسنادو بشپړولو، د قانوني کړنلارو مراعاتولو او د اجناسو د لېږد په اړه مستندې لارښوونې او معلومات وړاندې شول، ترڅو د اجناسو مدیریت لا منظم، روڼ او د نافذه اصولو سره سم ترسره شي.
