په میدانوردګ ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د میدانوردګ ولایت دایمیرداد ولسوالۍ اړوند بغلک منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یادې ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه.
د یادې ودانۍ د جوړېدو لګښت ۱،۹ میلیونه افغانۍ دی، چې د سیمې د خلکو له مالي مرستو څخه ورکول کېږي.
د میدانوردګ ولایت پوهنې ریاست مسوولینو د دایمیرداد ولسوالۍ د علمپروره خلکو له مالي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل چې یاده ودانۍ به له اړینو ملحقاتو سره اته درسي خونې ولري او ټاکل شوې ده، چې په سیمه کې لسګونو زدهکوونکو ته د زدهکړې مناسب چاپېریال برابر کړي.
