د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
Thu, Jul 02 2026 9:33 AM
5145

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل کړ.

۲. د پوهنې وزارت: د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست له لوري د کابل ښار او میدان‌وردګ ولایت د پوهنې ریاستونو ته لېږل شوي ۱۲۶ زره او ۶۶ ټوکه د صنفي اصولو اړوند نصاب کتابونه ښوونځیو ته ووېشل شول.

۳. بادغیس: د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د مرکز او آب‌کمري ولسوالۍ د ۱۳۰تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل کړ.

۴. لوګر: د محمدآغې ولسوالۍ د مغل‌خېل لېسې لپاره د پوهنې د ملاتړو شخصیتونو له لوري ۱۶۳ زره افغانۍ مرسته وشوه، چې پرې د نیمګړې ودانۍ لپاره ۲۵ لرګینې دروازې، ۳۹ کړکۍ، ۶۲ متره مربع فرشونه او ۱۴۲ متره فوم برابر او نصب شول.

۵. کابل ښار:د محمود هوتکي لېسې لپاره د ۲۰۰ متره ژورې څاه کیندلو او بیارغونې او د لسو تشنابونو جوړولو پروژه د ۵۳۰ زره افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

۶. لوګر: د محمدآغې ولسوالۍ د ۱۷ مدارسو او ښوونځیو د ۸۰۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د «اسلامي عقیده» کتاب له محتوا څخه علمي سیالۍ ترسره شوې.

۷. لوګر: د پل‌علم ښار د ۲۰ بابه ښوونځیو ۸۰۰ تنو زده‌کوونکو ته د پوهنې ریاست د څارندویانو لخوا د نشه‌یي توکو د زیانونو او اړوندو خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.

۸. لوګر: د محمدآغې ولسوالۍ د محمدجان خان لېسې لپاره د محمد یحیی رحمانزي په مالي ملاتړ د ۸۰ زره افغانیو په لګښت د موټرسایکلونو او بایسکلونو د تم ځای لپاره سیوری جوړ شو.

۹. لوګر: د پل‌علم ښار د جباري کلي د احرار لومړني ښوونځي لپاره د سیمه‌ییزو اوسېدونکو په مالي مرسته د ۸۲ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه څاه وکیندل شوه.

۱۰. لوګر: د کمال‌خېل عالي لېسې ته د سیمې د اوسېدونکو لخوا ۹ سپینې تختې مرسته شوې.

۱۱. لوګر: د ازرې ولسوالۍ د انوارالعلوم دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت کېښودل شوه.

۱۲. لوګر:د بېرته راستنو شويو ۷۵ تنو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.

۱۳. پنجشېر: د یوه همکار بنسټ لخوا د ۱۷۶ زره او ۸۶۹ افغانیو په ارزښت ۳۱۸ کڅوړې درسي مرستندویه توکي د ولایت ښوونکو ته وسپارل شول.

۱۴. پنجشېر: د پوهنې وزارت د لومړنیو او ثانوي زده‌کړو رئیس، مولوي سید موسی جان، د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ته سفر وکړ او د ولایت د پوهنې له رئیس سره یې وکتل.

۱۵. لغمان: د الینګار ولسوالۍ د «تري‌کلا» لومړنی ښوونځی د پوهنې وزارت له لوري منځني ښوونځي ته لوړ شو.

۱۶. بدخشان: د بدخشان ولایت د څلورو ولسوالیو ښوونځیو ته ۳۰۰ پایې مېزونه او څوکۍ ووېشل شوې.

۱۷. د پوهنې وزارت: د معیاري ازموینو پلاوي د ولایتونو د پوهنې له رئیسانو او د کابل ښار د پوهنې له ریاست سره انلاین غونډه ترسره کړه.

۱۸. په غونډه کې د اسلامي زده‌کړو معین او د پوهنې وزارت سرپرست، الحاج مولوي کرامت‌الله آخندزاده، د یو شان او متمرکزو ازموینو په اړه معلومات وړاندې کړل او د بشپړې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

۱۹. ورپسې د کیفیت د تضمین معین، الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري، یو شان او متمرکزو ازموینو پر اهمیت خبرې وکړې.

۲۰. پکتیکا: د ۱۵۰ تنو دیني مدارسو د مهتممینو او ناظمینو لپاره ۱۲ ورځنی د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو.

۲۱. لغمان: د الیشنګ ولسوالۍ په کندي‌میل سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې د ۵۰۰ زره افغانیو په لومړني لګښت پیل شوې.

۲۲. بدخشان: د یاوان ولسوالۍ د یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت بشپړې او ښوونځی بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

۲۳. کابل ښار: د کابل ښار د پوهنې ریاست د بېرته راستنو شويو ۳۳۰ تنو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.

۲۴. جوزجان: د جوزجان ولایت پوهنې ریاست د ۶۷۵ تنو ښوونکو، د ښوونځیو مدیرانو او د ښوونیزو بنسټونو د شوراګانو غړو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل کړ.

Latest news

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

Sun, Apr 26 2026 3:52 PM
Background image

Inauguration of an Education Support Project by the Minister of Education in Bamyan Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, who has traveled to Bamyan Province on an official visit, inaugurated an education support project funded by a partner. . .

Sun, Apr 26 2026 3:36 PM
Background image

The foundation stone of a school was laid by the Honorable Minister of Education in Bamyan Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, during his official visit to Bamyan Province, laid the foundation stone of a. . .

BACK TO NEWS