د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې
پوهنې وزارت، د زدهکوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زدهکوونکي له هغو ناروغیو څخه خوندي پاتې شي، چې د ککړو اوبو د استعمال له امله رامنځته کېږي.
د یادونې وړ ده چې د پورته ذکر شویو ګولیو ټولیز ارزښت شاوخوا ۲۹۰ زره افغانیو ته رسېږي.
