رسنیز بلنلیک
ټاکل شوې ده چې د پوهنې وزارت او د افغان پوسټ امارتي شرکت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک د یاد وزارت د یو شمېر معینانو او مرکزي رئیسانو په حضور کې لاسلیک شي.
وخت: د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۱۲/۷ هـ.ق نېټه (۱۴۰۵/۳/۳ هـ.ش)، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.
پته: د افغان پوسټ امارتي شرکت د کنفرانسونو تالار، ده افغانان، د کابل ښار.
د رسنیو له محترمو استازو او خبریالانو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې د یادې غونډې په خبري پوښښ له موږ سره ګډون او همکاري وکړي.
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
د پوهنې وزارت
