د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین کندهار ولایت ته په رسمي سفر ولاړ
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې کندهار ولایت ته لاړ او هلته یې د سوېل زون د پوهنې بهیر، تعلیمي وضعیت او شته ستونزو ارزونې په موخه یوه غونډه ترسره کړه.
د سفر په پیل کې د کندهار ولایت د پوهنې رئیس او مسوولینو له لوري د ښوونې او روزنې محترم معین ته هرکلی وشو.
وروسته نوموړي د سوېل زون اړوند ولایتونو؛ کندهار، زابل، هلمند او ارزګان د پوهنې رئیسانو سره ګډه غونډه ترسره کړه، چې په کې د یادو ولایتونو د پوهنې وضعیت، د تدریس بهیر، د ښوونکو ستونزې، د زدهکوونکو اړتیاوې او د تعلیمي چارو لا پیاوړتیا په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
په غونډه کې د یادو ولایتونو پوهنې رئیسانو د خپلو اړوندو ولایتونو د پوهنیز وضعیت، لاسته راوړنو، شته ستونزو او اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل او د تعلیمي بهیر د ښه مدیریت، د ښوونځیو د تجهیز او د زدهکوونکو د درسي امکاناتو په تړاو یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني د غونډې پر مهال د پوهنې د معیاري کېدو، د تدریسي کیفیت لوړولو او د زدهکوونکو د سالمې روزنې پر اهمیت خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې د پوهنې وزارت هڅه کوي، تر څو په ټول ملک کې د زدهکوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته او شته ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
همداراز، د ښوونې او روزنې معین د کډوالو زدهکوونکو د زده کړو د دوام او هغوی ته د لازم تعلیمي فرصتونو برابرولو په اړه اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې، څو هېڅ کډوال زدهکوونکی د زده کړو له نعمته بې برخې پاتې نه شي.
محترم معین همدارنګه د تدریس بهیر لا اغېزمنتیا، د ښوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې، د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د تعلیمي نظم د پیاوړتیا او د ښوونځیو د فعالیتونو د منظمې څارنې په اړه د یادو ولایتونو رئیسانو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د سفر په پای کې د سوېل زون پوهنې مسوولینو د پوهنې وزارت له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ ډاډ څرګند کړ، چې د پوهنیز نظام د پیاوړتیا، د زدهکوونکو د ښې ښوونې- روزنې او د تعلیمي خدمتونو د پراختیا لپاره به خپلو هڅو ته لا دوام ورکړي.
