د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو
د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي ټولګیو جوړولو لګښت او د وقف شوې ځمکې ارزښت شاوخوا ۳۶۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د سیمې د خلکو او د ښوونځي شورا په مالي ملاتړ به جوړ شي.
د هغوی په خبره، د دغو ټولګیو په جوړېدو سره به شاوخوا ۵۰۰ تنه زدهکوونکو ته مناسب او معیاري درسي چاپېریال برابر شي.
