په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د طرحه شوي پلان له مخې، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له لوري د ۲۰۸ تنو هغو ماشومانو څخه، چې له کډوالۍ هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو د خپلو خبرو پر مهال وویل: «هیڅ هېواد د علم او پوهې له وسلې پرته د ودې او پرمختګ لوړې لارې ته نه شي رسېدلی.»
د یادو مسوولینو په وینا، ټاکل شوې ده چې دغه دهکوونکي د هغوی د علمي کچې تر ارزونې وروسته، د لا نورو زدهکړو د دوام په موخه د ښوونځیو بېلابېلو ټولګیو کې شامل شي.
