په لوګر ولایت کې اړمنو زدهکوونکو ته د ښوونځي یونیفورم توزېع شو
د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ اړوند دوبندي ښوونځي ۱۵۰ تنو یتیمو او اړمنو زدهکوونکو ته د ښوونځي رسمي یونیفورم، یو ـ یو جوړه ووېشل شو.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرسته د سیمې د ځوانانو له لوري برابره شوې ده، چې موخه یې د یتیمو او بېسرپرسته زدهکوونکو لپاره د ښوونځي جامو برابرول او د هغوی اقتصادي وضعیت ته پاملرنه ده.
