د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې
د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له سکټور سره مرسته کړې ده.
یادې مرستې په بېلابېلو برخو کې لګول شوې دي، لکه: د تدریسي کیفیت لوړول، د مدارسو او ښوونځيو شوراګانو له لوري د ۱۱۹ تنو رضاکارو ښوونکو ګمارنه، د تعلیمي زیربناوو پراختیا او ترمیم، د احاطوي دېوالونو جوړول، د تعلیمي مرکزونو د ودانیو جوړولو لپاره د ځمکو وقف کول، د ښوونځيو د تخنیکي او اداري وسایلو برابرول، د لمریزې برېښنا او د اوبو رسولو سیسټمونو فعالول او همدارنګه په ځینو تعلیمي بنسټونو کې د شنو ساحو جوړول.
د پوهنې وزارت مشرتابه د سرپل ولایت د خلکو له دغو مادي او معنوي مرستو څخه مننه او قدرداني کوي.
