د پوهنې وزارت محترم ستر سلاکار له فاریاب ولایت څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت ستر سلاکار محترم سید غیاث الدین آغا د یو کاري سفر په ترڅ کې د فاریاب ولایت مرکز میمنې ته ورسېد او هلته یې د پوهنې له چارواکو سره وکتل.
په دې غونډه کې، پلاوي د تعلیمي وضعیت ښه والي، د اصولو رعایتولو او د محترم مشرتابه د احکامو او فرمانونو پلي کولو په اړه بحث وکړ او ویې ویل چې دغه ولایت ته یې د خپل سفر اساسي موخه د پوهنې د تعلیمي او اداري چارو سربېره د ښوونځیو له کتابتونونو څخه د راټولو شويو نامطلوبو درسي کتابونو بیاکتنه ده.
په ورته مهال، د فاریاب پوهنې ریاست مسئولینو همدغه ولایت ته د پوهنې وزارت د لوړ پوړي سلاکار د پلانونو په پلي کولو کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
