د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په رسمي سفر هلمند ولایت ته لاړ

media-moe
Tue, Dec 30 2025 10:11 AM
514514

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني، چې د ښوونیز او روزنیز وضعیت ارزونې او د ثانويه او مافوق ثانویه ازموینو له پروسې څخه د څارنې په موخه سویلي ولایتونو ته تللی، نن هلمند ولایت ته ورسېد.
په پیل کې نوموړي دیادې ازموینې له ممتحنینو، چارواکو، ښوونکو او څارونکو سره ولیدل او ورسره یې د ښوونیز او روزنیز وضعیت په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
ورپسې د پوهنې وزارت محترم معین د پوهنې مسئولینو او ښوونکو په ملتیا، د مدارسو له ثانویه او مافوق ثانویه ازموینو له پروسې څارنه وکړه او په ورته وخت کې یې له فیض‌الاسلام مدرسې او غازي محمدایوب خان لېسې څخه هم لیدنه وکړه او د یادو تعلیمي مرکزونو پوهنیز وضعیت یې له نږدې وڅېړه.
دغه راز د پوهنې وزارت محترم معین د خپل رسمي سفر په جریان کې چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې په خپلو ورځنیو دندو کې صادق واوسي او زده‌کوونکو یې وهڅول ترڅو د علم او پوهې په ترلاسه کولو کې خپلې هڅې لاپسې زیاتې وکړي.
 په ورته مهال، د هلمند ولایت پوهنې ریاست مسئولینو یاد ولایت ته د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین له سفر هرکلی وکړ او د تعلیمي وضعیت په پياوړتیا کې یې د وزارت محترم مشرتابه له هڅو ستاینه او هرکلی وکړ.

Latest news

Mon, Dec 29 2025 2:48 PM
Background image

The Honorable Minister of Education Arrives in Logar Province to Oversee the Examination Process of Religious Schools

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, traveled to Logar Province on an official visit. During a meeting with the Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Thu, Dec 04 2025 10:06 AM
Background image

Supervision of the Honorable Minister of Education over the Standardized Examinations in 10thDistrict of Kabul City

The Honorable َAlhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, visited Amani High School in Kabul City to oversee the administration of standardized examinations for students of. . .

BACK TO NEWS