په ۱۴۰۴لمریز کال کې د کونړ ولایت پوهنې ریاست د ترمیم او رغونې پروژې
د کونړ ولایت پوهنې ریاست د راپور له مخې، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۴ مېلیونه ۲۴۴ زره افغانیو په ټولیز لګښت ۷ بابه ښوونځي ترمیم او د ۱۰۰ څخه زیاتو ښوونځیو د ترمیم او رغونې پروژې د ۱۱۰ مېلیونه ۱۱۶ زره ۱۶۰ افغانیو او د شریکو ادارو د مالي مرستې څخه د ۳۱۶ زره ۵۷۵ ډالرو په ټولیز لګښت پلي شوې، چې پکې د ښوونځیو ترمیم، د نویو ودانیو او درسي خونو جوړول، د احاطوي دېوالونو جوړول، د څښاک پاکو اوبو څاګانې کیندل او نور شامل دي.
