په میدان وردګ ولایت کې د دیني مدارسو ممتازو طلابو لپاره درسي کتابونه وپېرل شول
د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست په وینا، د پوهنې مینه والو لخوا د مدارسو هغو ممتازو طلابو لپاره چې په دې وروستیو کې یې په علمي سیالیو کې لوړې نمرې ترلاسه کړې، د "اصلاحي مدلل تقریرونه"، "احقاق الحق" او "حیات الصحابه" په ګډون ټولټال ۵۴ ټوکه کتابونه د ۴۱ زره۹۰ افغانیو په قېمت وپېرل شول او هغوی ته توزېع شول.
د هغوی په وینا، له دغې مرستې سربېره، د خیرخواهانو لخوا د ممتازه زدهکوونکو د هڅونې په موخه له ۱۰۰ زره څخه ډېرې افغانۍ هم چمتو شوې دي.
ټاکل شوې ده چې یادې علمي سیالۍ به راتلونکې اوونۍ د میدان وردګ ولایت په درېیو ولسوالیو کې ترسره شي.
