فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې د ۵۰۰ زرو افغانیو په لګښت پیل شوې
د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار کې د نورمحمد شهید منځني ښوونځي د احاطوي دېوال بنسټ ډبره د پوهنې مسئولینو، علماءکرامو او متنفذینو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاد دېوال چې ۱۱۰ متره اوږدوالی او ۲.۶ متره لوړوالي لري، د شاوخوا ۵۰۰ زرو افغانیو په اټکلي لګښت جوړېږي.
د فاریاب پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله ارشاد د علم او پوهې په ارزښت، د ښوونې او روزنې په اهمیت او د خلکو په رغنده رول خبرې وکړې.
نوموړي د میمنې له علمپروره اوسېدونکو څخه مننه وکړه، چې د یاد ښوونځي د احاطوي دېوال لګښت برابرولو مسئولیت یې پر غاړه اخیستی دی.
