په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې
د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښهوالي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴ لمریز کال له مالي بودیجې څخه پیل کړې.
یادې پروژې به د کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو او د ډنډ، دامان، سپینبولدک، ژېړۍ او کښتهشاولیکوټ ولسوالیو کې عملي شي.
د دغو ترمیماتي چارو موخه، د تعلیمي مرکزونو لپاره د سالم فزیکي چاپېریال رامنځته کول، د ودانیو بیارغونه، د خوندي تعلیمي فضا تأمین او د زدهکوونکو لپاره د لا ښې زدهکړې فرصتونه برابرول دي.
د کندهار ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي، د دغو پروژو د پیل په مناسبت وویل:(مونږ د پوهنیز نظام بیا رغونې بهیر ته په بشپړه توګه ژمن یو، د مدارسو او ښوونځيو ودانۍ باید سالمې، خوندي او د زدهکړې لپاره مناسبې وي، انشاءالله دا لړۍ به نورو سیمو ته هم وغځېږي.)
