د خوست ولایت ښوونځیو ته د ۴ زره کڅوړو څخه د زیاتو درسي موادو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
Sat, Jun 28 2025 10:52 AM
21

د خوست ولایت پوهنې ریاست د هغو درسي مرستو وېش پیل کړ، کوم چې د یوې همکارې ادارې لخوا د یاد ولایت ښوونځیو ته ورکړل شوې دي.

په دغو مرستو کې د صنفي اصولو درسي کتابونه، د ښوونکو تدریسي لارښود کڅوړې، د زده‌کوونکو لارښوودونه، اداري کڅوړې او مارکر قلمونه شامل دي.

د همدغو توکو د وېش پیل په مراسمو کې، د خوست پوهنې رئیس محترم مولوي فیض الله جمال حقاني د مرستندویه بنسټ څخه مننه څرګنده او ویې ویل، "دا مرسته به د ښوونکو او زده‌کوونکو د مسلکي او تعلیمي اړتیاوو لویه برخه پوره او د ښوونځیو ستونزې حل کړي."

د پوهنې وزارت مشرتابه، د همکارو ادارو له مادي او معنوي مرستو مننه او قدرداني کوي.

Latest news

Sat, Jun 28 2025 3:31 PM
Background image

Online Conference of the Acting Minister of Education with Provincial Education Directors Focused on the Benefits of the “BRID” System

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of Education, in the presence of several central directors of the Ministry, praised the establishment of the “BRID” system. . .

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

BACK TO NEWS